ډېر لوستل شوي

افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د افغانستان لپاره د «موی‌تای» د سرو زرو مډال ګټلی

د افغانستان د «موی‌تای» ملي لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د خپلې ځلانده او ځواکمنې لوبې په پایله کې وکولای شول چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون په روانو لوبو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو تاریخي مډال ترلاسه کړي.
جهانګیر تېره شپه په وروستۍ سیالۍ کې خپل ترکي سیال د ۲۹ پر ۲۸ امتیازونو مات کړی او د اتلولۍ عنوان یې خپل کړی دی.
محمد یوسف جهانګیر تر پایلوبې وړاندې هم پیاوړې سیالۍ ترسره کړې وې او په دوو پړاوونو کې یې د اندونیزیا او سعودي عربستان سیالان له خپلې مخې لرې کړي وو.
د دغو پرله‌پسې بریاوو په پايله کې، هغه د افغانستان لومړی لوبغاړی شوی چې په دومره معتبره اسلامي ورزشي سیالۍ کې د سرو زرو مډال خپلوي.
په بله لاسته راوړنه کې د افغانستان د موی‌تای بل ملي لوبغاړي سید حمیدالله سادات، د دغو سیالیو د برونز مډال په ترلاسه کولو سره خپل نوم د هېواد د ویاړمنو لوبغاړو په لړ کې ثبت کړی دی.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو شپږم پړاو دا مهال د سعودي عربستان په کوربه‌توب روان دی.

اړوند خبرونه