اوکرایني امنیتي ځواکونو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد بېپیلوټه الوتکو نن د روسیې د «نووروسیسک» په ستر بندري ښار کې د نفتو پر مهم ټرمینل برید کړی او له امله یې ګڼ تاسیسات زیانمن شوي دي.
د روسي ټیلیګرام چینلونو او سیمهییزو چارواکو په وینا، برید د «شېشخاریس» په نفتې کمپلکس شوی؛ هغه مرکز چې د دولتي شرکت «ترانسنفت» د پایپلاین شبکې یوه حساسو نقطه او د روسیې د لويو صادراتي ټرمینلونو مهمه برخه بلل کېږي. چارواکي وایي چې د ټرمینل ګڼ ساحلي تاسیسات زیانمن شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د صنعتي سرچینو په حواله لیکلي، چې له برید وروسته روسیې په موقت ډول د ورځې شاوخوا ۲.۲ میلیونه بېرله نفت صادرات درولي؛ یوه اندازه چې د نړۍ د نفتو نږدې دوه سلنه عرضه جوړوي.
له بلې خوا د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» خبر ورکړی، چې په بندر کې یوه ملکي کښتۍ هم د دې بریدونو هدف ګرځېدلې او درې عمله پکې ټپیان شوي دي.

