د هند تر ولکې لاندې د کشمېر د سرینګر په نوګام سیمه کې د پولیسو پر مرکز چاودنه شوې چې په پایله کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د هندي رسنيو راپورونو له مخې، ډېری وژل شوي کسان هغه پولیس او د عدلي څېړنو د ټیم غړي دي چې د مرکز دننه یې د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو د معاینې چارې ترسره کولې.
د هندي رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، دا چاودنه د هغو ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې د پولیسو له لوري راټول شوي وو.
یوه سیمهییز پولیس چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو حالت نازک دی او کېدای شي د مرګژوبلې شمېر لا پسې لوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې پېښې یوازې څلور ورځې مخکې په «نوي ډیلي» کې هم د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي وو.

