ډېر لوستل شوي

کندهار کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي

د کندهار مسوولین وايي، د یاد ولایت په غورک او نېش ولسوالیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو چکډېمونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. 

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې دا پروژه د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ، همکارو مؤسساتو په تخنیکي همکارۍ او د طبعي سرچینو آمریت تر څار لاندې پلې کېږي. 

سرچینې لیکلي: “لومړي چکډېم د غورک ولسوالۍ په «لیونۍ دره» کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای. او. ایم) په تخنیکي همکارۍ د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت او دویم چکډېم د نېش ولسوالۍ په «باغا» کلي کې د (کې. آر. او) په تخنیکي همکارۍ د ۳ میلیون افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادو چکډېمونو ودانیزې چارې به په راتلونکو څلور میاشتو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې د غورک چکډېم به د ۵۰ زره او نېش چکډیم به د ۱۵ زره متره مکعب اوبو ذخیره‌کولو ظرفیت ولري.

اړوند خبرونه