د بنګلادېش ځانګړې محکمې په غیاب کې ګوښه شوې لومړۍ وزیره شیخ حسینه د «انسانیت ضد جنایتونو» په تور د اعدام په سزا محکومه کړې ده.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس وايي، چې یاد حکم نن د پلازمينې ډاکه له محکمې په ژوندی بڼه خپور شوی دی.
شیخ حسینه چې د بنګلادېش د درېیو دورو لومړۍ وزیره پاتې شوې، په غیاب کې محاکمه شوې او حکومت ویلي چې د تورونو په تړاو بشپړ اسناد شته دي.
د ويلو ده، چې تر اوسه د شیخ حسینې د حقوقي ټیم او یا د بنګلادېش د مسلم لیګ ډلې رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

