ټاکل شوې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سبا (سهشنبه، لړم۲۷مه) واشنګټن ته سفر وکړي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په نفت، امنیت، بازارموندنې، ټکنالوژۍ او حتی د ملکي اټومي انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختيا بلل شوې ده.
ويلکېږي، په دې لیدنه کې به د سیمهییز ثبات، اقتصادي مشارکت او د پرمختللو ټکنالوژیو پر ګډو پروژو هم بحث وشي.

