ټولګټو وزارت وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د یاد وزارت اړوند د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره ۴۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۹۸ زره ۵۲۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره ۵۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۵ زره ۳۴۱ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۹۰۳۳ ټنه انتقالات شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۵۸۸ ټنه صادرات شوي چې لويه برخه یې وچه میوه او د انارو جوس دي.
د سرچینې په وینا، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي. ټولګټو وزارت همداراز د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته د اسانتیاوو چمتو کولو هڅې کېږي.

