ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راغلې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱زر ۵۱۵ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸ زره او ۲۳۱ تنه کېږي په جبري توګه راستانه او بېلابېل خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، د اسلام‌کلا، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم له لارو کابل او نورو ولايتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱ زر ۴۵۹ کورنيو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

راپور زیاتوي، د ورېښمو او سپین بولدک له لارې راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او خدماتي اسانتیاوې برابرې شوې، چې په ترڅ کې ۱۳۶۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. د ياد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، دغه خدمتونه د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د خوندي لېږد د تضمین لپاره هره ورځ ترسره کېږي.

اړوند خبرونه