د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سعودي عربستان د اېفـ۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو پرېکړه تائيد کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی، واشنګټن به د همدې پرېکړې له مخې ۴۸ يادې جنګي جيټ الوتکې په سعودي عربستان وپلوري.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې ټاکل شوې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له نوموړي سره د لیدنې لپاره سپینه ماڼۍ ته سفر وکړي.
راپورونه کې ويل شوي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې کاري خونې په دفتر کې خبریالانو ته ویلي: “بايد ووايم، موږ به دا کار کوو او په عربستان به F-35 الوتکې وپلورو.” دا په داسې مهال ده، چې ټاکل شوې نن ولیعهد محمد بن سلمان او ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

