په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت يو لوی او معياري لابراتوار جوړ شوی دی.
د اميد راډيو خبريال چې دې لابراتوار مراسمو کې يې ګډون کړی وايي، ياد لابراتوار کې د کرنیزو محصولاتو د خاورې، اوبو او سرې معاینې، او همدارنګه د کرنیزو افتونو د له منځه وړلو درملو کتنه ترسره کېږي.
د پرانېستې مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لابراتوار پر کیفیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه مرکز باید یوازې د کندهار لپاره نه، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کرنیزو محصولاتو د معاینې لپاره جوړ شي. د ويلو ده، چې د ياد لابراتوار چارې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې پيل شوې وې او د اسلامي امارت په بيا ځلې واک ته رسېدو سره يې چارې چټکې او اوس په رسمي ډول جوړ او پرانېستل شو.

