ډېر لوستل شوي

“مزارشریف کې له ۳۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه”

د شمال زون مسوولین وایي چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ په مرکز، مزارشریف ښار کې له ۳۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

امید راډیو ته د شمال زون د خپرونو مدیریت په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته د سعودي عربستان هېواد اړوند د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ شوې، او هرې کورنۍ ته شپږ قلمه خوراکي توکي ورکړل شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او یو کارتن خرما شامل دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا مرسته د شمال زون مسوولینو او د ملي او سیمه‌ییزو رسنيو په شتون کې په ځپل‌شویو کورنیو وېشل شوې ده. 

د ویلو ده چې څو اوونۍ وړاندې د هېواد په شمالي ولایتونو کې خونړۍ زلزلې لسګونه کسان مړه او نږدې ۱۰۰۰ نور ټپيان کړل.

اړوند خبرونه