ډېر لوستل شوي

مولوي امیرجان ثاقب: افغانستان د پانګونې لپاره تر هر وخت غوره فرصتونه لري

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب وایي، چې افغانستان پراخې او بډایه طبیعي سرچینې لري، او د اسلامي امارت له حاکمیت سره د ټولو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه تر هر وخت ښه او مهیا شوې ده.

ښاغلي ثاقب ټینګار کړی، چې د هېواد اقتصادي موخه د وارداتي اقتصاد څخه د صادراتي اقتصاد پر لور بدلون دی، او د دې لپاره د طبیعي سرچینو معقول کارول، د صنعت پیاوړتیا او د پانګونې تشویق اساسي رول لري. د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال زياته کړې، چې د شته فرصتونو په ګټې اخیستنې سره افغانستان کولای شي په سیمه کې د اقتصادي ثبات او صادراتو په یو فعال مرکز بدل شي.

اړوند خبرونه