ډېر لوستل شوي

هند ته د نورالدین عزیزي د سفر دویمه ورځ؛ د افغان شرکتونو له استازو سره يې کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دوی په سیمه‌‌ييز بازارونو کې د افغانستان د سوداګریز حضور د پیاوړتیا او هند سره د اقتصادي همکاریو د پراختيا لپاره هڅې کوي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ هند ته د سفر پر مهال، په نوي ډېلي کې د «پراګتي» میدان په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د شرکتونو له استازیو سره خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې ناسته کې د افغان شرکتونو د فعال حضور پر اهمیت، په نندارتون کې افغان شرکتونو ته ځانکړې څانګه یا غرفه، د ویزو د اسانتیاوو، د افغان -هند د ګډ نندارتون پر جوړېدو او د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نورالدین عزیزی په رسمي بلنه هند ته تللی ترڅو د چابهار بندر د فعالولو، د هندي پانګونو د جذب، د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د افغانستان د ترانزیټي لارو د رول د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي. بلخوا، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په ایکس پاڼه هند ته د ښاغلي عزيزي د سفر هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول د دې سفر اساسي موخه ده.

اړوند خبرونه