ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېش کې د زورورې زلزلې له امله درې تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي

په بنګله‌دېش کې نن د رېښتر په کچه د ۵.۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي وایي چې په پلازمېنه ډاکه او شاوخوا سیمو کې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د دغې زلزلې ټکانونه د هند په ختیځو سرحدي سيمو کې هم محسوس شوې دي. د زلزلې مرکز د نارسېنګدي ښار ښودل شوی دی.

چارواکي وایي، مرستندويه ټیمونه لېږل شوي او د زیان د کچې د معلومولو هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه