د غزې روغتیا وزارت په تازه راپور کې ویلي چې د اوربند پر مهال د اسرائيل اشغالګر رژيم په بریدونو کې ۳۱۲ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۳ کسان شهيدان شوي دي.
له بلې خوا، د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ هم د اسرائيلي رژيم هوايي بریدونو له امله ۲۷ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
ملکي ادارې او روغتیايي سرچینې وایي چې د بریدونو دوام د وضعیت جدي کړکېچ ته د تللو اندېښنې زیاتې کړې دي.

