ډېر لوستل شوي

لبنان کې د نشه‌يي توکو ستر قاچاق کوونکی نيول شوی

د لبنان پوځ خبر ورکړی چې د دغه هېواد د نشه‌يي توکو تر ټولو لوی قاچاق کوونکی «نوح زعیتر» یې د پنجشنبې په ورځ نیولی دی.

لبناني چارواکي وایي چې زعیتر د لبنان په ختیځ کې د امنیتي عملیاتو پر مهال نيول شوی دی. نوموړی د متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو تر سختو بندیزونو لاندې هم و.

نوح زعیتر له کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو د یوې پراخې شبکې د چلولو په تور د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و، او له پولې هاخوا د سترې قاچاقي امپراتورۍ په رهبري تورن بلل کېده.

د ويلو ده، چې د لبنان پوځ په خپله خبرپاڼه کې د یو کس د نیول کېدو یادونه کړې او یوازې یې د هغه نوم لومړني توري «ن ـ ز» خپاره کړي دي، خو د امنیتي سرچینو په وینا، نیول شوی کس همدا نوح زعیتر دی.

اړوند خبرونه