د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د خپل رسمي سفر په دوام هند کې د دغه هېواد د «PHDCCI» خونې د رئیس او رهبري پلاوي په شتون کې د خصوصي سکتور له غړو او هلته مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، د هند د سوداګرۍ خونې رئيس له افغان پلاوي هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي عزيزي له هندي پانګهوالو غوښتي چې د پانګونې تر څنګ د وارداتو او صادراتو په برخو کې هم فعالیت پیاوړی کړي او په وينا يې، پانګهوال کولای شي د سیمې، درملو، خوراکي توکو او ټوکر په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د ويلو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي وړمه ورځ (چهارشنبه، لړم۲۸مه) د هند په رسمي بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ دې هېواد ته سفر کړی دی.

