ډېر لوستل شوي

هند له افغانستان سره د کارګو الوتنو د پيل خبر ورکړی

د هند بهرنیو چارو وزارت د ایران، پاکستان او افغانستان د برخې مسوول انند پرکاش نن په يوه خبرې کنفران کې اعلان کړی چې هند به له افغانستان سره د کارګو الوتنې پیل کړي.

انند پرکاش ويلي، چې ډېر ژر به د «کابل ـ نوې ډیلي او امریتسر ـ کابل» ترمنځ کارګو الوتنې پيل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه اسانه او چټکه شي. هندي چارواکي وایي چې د دغو الوتنو له پیل سره به د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګرۍ بهیر به لا پیاوړی شي.

اړوند خبرونه