ډېر لوستل شوي

افغانستان او هند په سفارتونو کې د سوداګريزو «اتشو» ګومارلو پرېکړه کړې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان او هند د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او همغږۍ د قوي کولو په موخه هوکړه کړې، چې په کابل او نوې ډیلي کې به د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې ځانګړي سوداګریز «اتشې» وګومارل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران برخې مسوول انند پرکاش ویلي، دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د سوداګرۍ وزیر له‌خوا د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت له وزیر نورالدین عزیزي سره د کتنې پر مهال شوې ده.
پرکاش زیاتوي چې اسلامي امارت به ډېر ژر خپل سوداګریز اتشه نوې ډیلي ته واستوي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراختيا لپاره عملي همکاري نوره هم چټکه شي.

اړوند خبرونه