په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو مسوولينو د ګډې همکارۍ هوکړهليک لاسلیک کړی دی.
ياد سفارت نن (شنبه، ليندۍ لومړۍ) پر خپله اېکس پاڼه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاد خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ همکارۍ لا پیاوړی کړي.
ويلکېږي، چې ياده هوکړه په کابل کې د «امام ابوحنيفه» د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په څنډه کې ترسره شوې ده.

