د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، هېواد یې د یوه مهم او سخت انتخاب له پړاو سره مخ دی.
د زلېنسکي په وینا، کېیف دې ته اړ دی چې یا د خپلواکۍ او ملي حقونو د دفاع لپاره ټینګ دریځ خپل کړي، او یا هغه امریکایي ملاتړ خوندي کړي چې اوکراین ورته د جګړې په وضعیت کې شدیده اړتیا لري.
نوموړي خپل ولس ته د وینا پر مهال څرګنده کړې چې ممکن اوکراین د سولې د پلان پر سر د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي. د هغه په وینا، دا طرحه په اوسني بڼه د روسیې په ګټه ده او د اوکراین لپاره اندېښنې رامنځته کوي.
له بله اړخه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د هماغه پلان هرکلی کړی چې له مخې یې د مسکو او کېیف ترمنځ نږدې څلور کلنه جګړه پای ته رسېدلی شي.
پوتین دغه ابتکار مثبت ګام بللی، خو اوکراین یې د خپل ملي دریځ سره په ټکر کې ګڼي.

