ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې ۱۲۴ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې

په میدان وردګو ولایت کې د ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۴ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ياد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د اکتید مؤسسې له لوري د جغتو ولسوالۍ په ۱۱۵ کلیو کې پلې شوې دي.
د همدې رياست رئیس ملا عصمت الله کرامت څرګنده کړې چې په پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل وو، چې د پلي کېدو پر مهال یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د وردګو ولایت د دفتر رئیس مفتي محمد ضابط حارث ویلي چې هڅې یوازې په همدې پروژو نه درېږي، بلکې د خلکو د نورو ستونزو د حل لپاره به هم کار ته دوام ورکړي.
د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي هم د پروژو بشپړېدل د خلکو د ستونزو په کمېدو کې مهم ګام بللی دی.

اړوند خبرونه