د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له افغانستان سره د خپل هېواد د سوداګرۍ د کچې زياتېدو خبر ورکړی او په وينا يې، اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکرهــورکړه د ټولې اروپا په پرتله ډېره ده.
عباس عراقچي د «انلاين خبر» رسنۍ سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې دوی بايد له افغانستان سره خپلې سوداګرۍ ته پام ډېر کړي او د دې هېواد سرحدي ولايتونه د سوداګرۍ په ډېروالي کې مهمه ونډه درلودلی شي.
نوموړي پر ايران لګولو شويو بنديزونو ته په اشارې ويلي: ” ولایتي چارواکي کولای شي، ډېرې غوټې پرانیزې او له ګاونډیو هېوادونو ډېرې اړتیاوې پوره کېدل شوني دي.” دا په داسې مهال ده، چې له ايران سره د ډيپلومايټکو اړيکو له لارې د افغانستان اړيکې ورځ تر بلې د بهترۍ لوري ته روانې دي او په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په راکړېــورکړې کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

