ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ کې د رېل‌ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴۷ زره ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان د رېل‌پټلۍ له لارې ټولټال ۱۴۷ زره او ۱۹۴ متریک ټنه سوداګريز توکي انتقال شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، دا توکي د حیرتان بندر له لارې ۱۰۴ زره ۳۱۳ ټنه، د اقینې له لارې ۸ زره ۳۹۶ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۵ زره ۳۲۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۹ زره او ۱۵۷ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د حق‌شناس په وينا، په دې توکو کې نفتي، غیرنفتي او داسې نورو سوداګريز توکي شامل دي.
سرچینه زیاتوي، د ټولیزو انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۳۲۷ ټنه سوداګريز توکي چې زیاتره د انار جوس و، له هېواده بهر صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت ټينګار کړی، چې د رېل‌پټلۍ لارو پراختيا او د رېل له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د کار فرصتونه زیاتوي، ملي عواید لوړوي او د هېواد د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان‌بساینې په لور مهم ګام بلل کېږي.
وزارت ډاډ ورکړی، چې هڅې یې روانې کړې څو سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د سوداګريزو انتقالاتو بهیر د رېل له لارې چټک او دايمي وساتي.

اړوند خبرونه