ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د «اېکو» وزیرانو ناستې لپاره ترکیې ته روان شو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته روان شوی دی.

ياد وزارت وايي، دا سفر د ترکیې په رسمي بلنه ترسره شوی او ټاکل شوې چې ښاغلی عزیزي به د اېکو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان دریځ او اقتصادي فرصتونه تشریح کړي.

سرچينې زياته کړې، ښاغلی عزیزي به د «حلال ۲۰۲۵» نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. ويل‌کېږي، دغه راز نوموړی به د ترکیې د خصوصي سکټور له استازو سره د افغانستان لپاره د پانګونې د جذب او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه ترسره کړي.

اړوند خبرونه