ډېر لوستل شوي

زلېنسکي روسیې ته د خاورې د سپارلو پر سر خبرداری ورکړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وایي چې په جنیوا کې له متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو کې «مهم پرمختګ» شوی، خو ټینګار کوي، د روسیې هغه غوښتنه چې د ختیځ اوکراین د نیول شویو سیمو حاکمیت په رسميت وپېژندل شي، د منلو وړ نه ده.
زلېنسکي خبرداری ورکړی چې د دې غوښتنې منل به د روسیې د پوځیانو یرغل ته امتیاز ورکړي او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره به خطرناکې پایلې ولري.
ويل‌کېږي، په سویس کې د امریکا او اوکراین د چارواکو لیدنه د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو متمرکزه وه، او دواړو لوريو د خبرو اترو د دوام لپاره هیله څرګنده کړه. سره له دې، د خاورې د سپارلو او امنیتي تضمینونو په برخه کې د مسکو او کې‌یف ترمنځ پراخ اختلاف لا هم پر خپل ځای دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو تر ختمېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “کېدای شي ښه خبر نږدې وي، خو تر هغه چې ونه لیدل شي باور پرې مه کوئ.”
د ويلو ده، په ياده غونډه کې د روسیې استازي نه وو، او کریملین ویلي چې د جنیوا د بحثونو له پایلو نه دي خبر.

اړوند خبرونه