ډېر لوستل شوي

“له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو جوړېدل تایید شوي دي. 

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې دا کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې همداراز صنعت‌کارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شوی او پرېکړه شوې چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو ترمنځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.

اقتصادي معاونیت دا هم لیکلي چې په یاده غونډه کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه‌پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم تایید شوې ده.

اړوند خبرونه