ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د نورستان په «کامدیش» ولسوالۍ کې د ۷٫۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰۰ متره اوږد استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د یادې پروژې چارې څلور میاشتې مخکې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د نورستان د والي، قاري زین العابدین عابد، د یاد ولایت د ټولګټو رییس، مولوي احمد نبي او یو شمېر نورو ځايي مسوولینو او قومي مخورو په شتون کې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده. د ټولګټو وزارت ویاند دا هم لیکلي چې یاد دېوال به د احتمالي زیانونو مخه نیسي، او د وسایطو لپاره د خوندي او دوامداره تګ راتګ لپاره هم مهم بلل شوی دی.

