ډېر لوستل شوي

پاکستان په سیمه کې د اوربلولو هڅه کوي….

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا له شوي هوکړه لیک پښه اړولې او بیا یې په افغان خاوره کې ملکیان په وینو ولړل. دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست په ګربزو، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې وشول. د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې اعلامیه کې ویلي، د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د ولایت خان په نوم د یوه هېوادوال کور د جېټ الوتکو په مټ ویشتل شوی. د ښاغلي مجاهد په خبره، پکتیکا او کونړ کې بېګنیو بریدونو ۴ تنه ټپیان کړي؛ خو په خوست کې یې بیا ۹ ماشومان او یوه ښځه شهیده کړې ده. دا بریدونه د هغه تړون بربنډ نقض دی چې د قطري او ترکي استازو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ لاسلیک شوی و. له یاد تړون وروسته افغان پلاوی د همکارۍ او د ستونزو د پای ته رسولو په نیت انقرې ته سفرونه وکړل، خو پاکستاني لوري دواړه ځله له مذاکراتو پر شا شو او د ګواښ او زور په ژبه غږېدل. پاکستاني لوري منلې وه چې اوربند به وي او هېڅ لوری به پر بل، تېری نه کوي.

‏ د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د اوربند له تړونه سرغړونه ښکاره کوي چې پوځي رژیم ته د اعتماد څه نه دي پاتې او د هر ډول کړو تمه ترې شته. تر ټولو ستر جنایت یې د ملکیانو په نښه کول دي. د ملکي وګړو شهادت او وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

دا څویم ځل دی چې پاکستانی لوری افغان خاوره نقضوي او بمباروي یې. افغان حکومت په رسمي ډول دې بربنډ تېري ته غبرګون ښودلی او د ځوابي غچ ګواښ یې وکړ. افغان حکومت ویلي، «د پاکستاني متجاوزو ملېشو دغه ډول جنایت يوازې دا چې کومه لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامۍ پرته بله پايله نه شي لرلای.» د اسلامي امارت ویاند ویلي، دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

د پاکستاني وروستي جنایت ته غبرګونونه

د پاکستان وروستی تېری د تېر په څېر یو ځل بیا د ټولو افغانانو غبرګون راپارولی او ښيي چې دا ډول بریدونه د افغان ملت د انسجام او ملي وحدت سبب ګرځي. د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې د وروستي تېري د غچ اخیستو په پار ټول ملت تیار دی. ځینو د نظامي جګړې پر ځای اقتصادي جګړه غوره بللې او په وینا یې د پاکستاني توکو له کارونې باید ډډه وشي. حتی یو شمېر هېوادوالو د جګړې لومړۍ کرښې ته د تلو عزم هم کړی. د سياسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک د پاکستان پوځي رژيم وروستي بريدونه په قطر کې د شوي تړون نقض بولي. ښاغلي هوتک په خبرو کې ویلي چې پاکستان د خپلو ناکامیو غچ له معصومو افغانانو اخلي. روح الله هوتک داسې انګیري چې پاکستان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په بیا بیا نقض سره غواړي چې په سیمه کې لویه جګړه رامنځته کړي او سیمه د اور خوراک کړي. د سياسي چارو یو بل شنونکي معين‌ګل څمکني د پاکستان پوځي رژيم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان حکومت به د عامو خلکو په ملاتړ دې برید ته قوي او غوڅ ځواب ورکوي. ښاغلي څکمني دا برید د پاکستان د پوځي رژیم پوچه اراده بللې او ټینګار یې کړی چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه به له عامو وګړو سره په ګډه د دغه برید مقابلې ته چمتو وي. له بلې خوا، پاکستان کې د تېر امارت پر مهال سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، د ښځو او ماشومانو شهيدانول د «پنجاب پوځي رژیم بزدلانه عمل» دی. نوموړي د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان پر ملي حریم ښکاره تېری بللی دی. ښاغلي ضعیف زیاته کړې، چې په ګربزو ولسوالۍ کې د بې‌ګناه ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو شهيدانول د «پنجابي پوځي رژیم د بې‌کفایتۍ او فساد بزدلانه عمل» دی.

دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستاني رژيم له لوري د تېرې شپې بریدونه غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “د ملکیانو په نښه کول او د پراخې جګړې احتمال د دواړو هېوادونو په تاوان دی او ستونزه نه شي حلولی.”

د پاکستان اوسنی رژیم له بحران او چاودېدو سره مخ دی. دغه رژیم د ګاونډیو هېوادونو څه چې پر خپلو خلکو هم رحم نه دی کړی. یاد رژیم د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او نورو پر مرۍ پښه اېښه ده. د پښتنو او بلوڅانو ملکیتونه یې غصب کړي، نران یې ترې وژلي ـ ترور کړي، له خپلو مېنو یې بې ځایه کړي او داسې نارواوې یې ورسره کړي چې حتی بیانول یې د ډبرو زړونه اوبه کوي. افغانانو له اوږدو جګړو وروسته د ارام ساه اخیستې، خو داسې ښکاري چې ګاونډی د لویې توطیې او سیمه کې د اوربلولو په لټه کې دی. دا ډول بریدونه پاکستانی رژیم لا په سیمه ییزه او نړیواله کچه منفوروي او حتمي انزوا سره یې مخوي. افغانان د خپلې خاورې په دفاع کې مېړني دي. باوري یو چې دا برید به هم بې غچه نه پاتې کیږي او همداشان دا ډول بربنډ بریدونه د افغانانو واحد صف لا مستحکمولای شي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه