ډېر لوستل شوي

د امريکا د سولې وړانديز ته د زلېنسکي چمتووالی؛ خبرې بايد د اروپايي متحدينو په شتون کې وشي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي چې هېواد یې چمتو دی د امریکا له‌ لوري وړاندیز شوی د جګړې د پای ته رسولو چوکاټ پر مخ یوسي او د اختلاف پر مهمو مواردو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.
زلنسکي دا څرګندونې د اروپایي مشرانو سره په یوه انلاين غونډه کې کړې او ټینګار يې کړی چې هر ډول خبرې او پرېکړې باید د اوکراین د اروپایي متحدینو په شتون کې وشي او کې‌یف به هیڅ ډول تړون په یوازې ځان ونه مني.
د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو غوښتي چې د دغه هېواد لپاره د «باور جوړونکي ځواک» د رامنځ ته کولو چارچوب برابر کړي.
هغه ویلي چې اروپایي ملاتړ باید تر هغو دوام وکړي چې روسیه د جګړې د ختمولو رښتینې اراده ښکاره کړي.
زلېنسکي زیاته کړې چې اوکراین د سولې په لاره کې ژمن دی، خو د خپلو متحدینو پرته به د جګړې د پایلو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه کوي.

اړوند خبرونه