ډېر لوستل شوي

فراه کې سلګونه کیلو ګرامه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر توکي راټول شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د فراه ولایت په بېلابېلو ناحیو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، د ارایشي او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا نظارت د فراه ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم لخوا له یو روغتیايي مرکز، ۲۳ روغتیایي کتنځاینو، ۵ درملتونونو، ۱۲۵ د خوراکي توکو او ۱۴۰ د آرایشي توکو له پلورنځیو څخه شوی دی. 

عامې روغتیا وزارت لیکلي چې د دې څارنې په پایله کې ۶۳۳ کیلو ګرامه بې‌کیفیته ارایشي او ۱۶۶۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه‌وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي. 

سرچینې دا هم لیکلي چې د دې څارنې پرمهال یو شمېر درملتونونه او روغتیایي کتنځایونه د مسلکي کارکوونکو او روغتیایي کارتونو د نه‌‌لرلو له امله تړل شوي دي. د ویلو ده چې عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریخ‌تېره درملو او خوراکي توکو د راټولولو راپورونه ورکړي وو.

اړوند خبرونه