ډېر لوستل شوي

يوه مياشت کې د ۲۵ زرو سرتېرو وژل کېدل؛ ټرامپ د اوکراین د سولې په بهیر کې د «لوی پرمختګ» خبر ورکړی

د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ډيپلوماټیکو هڅو په زیاتېدو سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي چې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او یوازې څو محدود اختلافات لا پاتې دي.
ټرامپ په خپله ټولنيزه پاڼه «تروث سوشېل» کې ليکلي: “د اوکراين په جګړه کې یوازې په یوه میاشت کې نږدې ۲۵ زره سرتېري وژل شوي.”
نوموړي زياته کړې، ټاکل شوې په مسکو کې د ده ځانګړی استازی استیو ویتکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
په همدې حال کې، د امريکا د پوځ وزير دن دریسکال د اوکرایني لوري سره د تازه پرمختګونو په تړاو لیدنه لري.
دغه څرګندونې په داسې حال شوې، چې وروستیو ورځو کې د ټرامپ د ۲۸ ماده‌ييزې طرحې په اړه د امریکا، اروپايي هېوادونو او اوکرایني استازو ترمنځ په سویس کې خبرې اترې روانې وې.

اړوند خبرونه