د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې په اوومه ناحیه کې د کوڅو جوړولو د دریو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې شوې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۱۹٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري ډول بشپړې شوې دي.
سرچینې لیکلي: “په ۱۱م ګذر د ۷۹۵ متره په اوږدوالی، په ۲۵م ګذر کې ۹۷۲ متره په اوږدوالي او په ۳۳م ګذر کې د ۱۰۲۵ متره په اوږدوالي کوڅې کانکرېټ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.”
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دغو پروژو بشپړېدو ته خوښي ښودلې او ډاډ یې څرګند کړی چې د نویو جوړو شویو کوڅو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د ویلو ده چې د یاد پروژو د پلي کېدو پرمهال هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

