ډېر لوستل شوي

د افغانستان او روسیې د کرنې وزیران په بېلابېلو برخو کې د ګډو پروژو پر تطبیق غږېدلي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیر سره کتلي، او دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو پراختیا او په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ګډو پروژو د پلي‌کېدو په اړه خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، چې په دې کتنه کې افغان لوري د اوبو لګولو سیستمونو پیاوړتیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې بلخوا د روسیې کرنې وزیر، د کرنې او مالدارۍ سکتورونو په مدیریت کې د افغانستان د کرنې وزارت رول مثبت بللی او له افغانستان سره یې د عملي او دوامدارې همکارۍ د پياوړتیا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.  په دې کتنه کې همداراز پر دې هم بحث شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرنیزې اړیکې لا ټینګې شي، ګډ پروګرامونه پراخ شي او مسلکي همغږي دوام ومومي.

اړوند خبرونه