ډېر لوستل شوي

د ورزش په برخه کې مهم پرمختګونه او لاسته راوړنې

په تېرو څلورو پینځو کلونو کې ورزشي سوبې او لاسته راوړنې دومره زیاتي وې چې حتی له ګڼلو او حسابه وتلي دي. د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسوولینو په وینا، افغان ورزشکاران په بېلابېلو برخو کې دومره ډېرې لاسته راوړنې لري چې د نمانځنې پروګرامونه ورته بسنه نه کوي. حتی داسې هم شوي چې د بېلابېلو برخو ورزشکاران د وخت د لنډون او ډېرو بریاوو له کبله په یوځایي ډول ستایل شوي دي. باید یاده کړو، دا یوازې د ورزش ډګر نه دی چې افغان اتلان پکې د بریا توغ پورته کوي، د افغان حکومت او افغان ولس په لوړ درایت او ګډو هڅو افغانستان اوس په اقتصادي، کرنیز، سیاسي، امنیتي او نورو برخو کې هم بې شمېره بریاوې لري. په دې شننه کې موږ یوازې د وروستیو کلونو پر ورزشي لاسته راوړنو رڼا اچولې ده. د افغانستان د ورزش اداره او د افغانستان کرکټ بورډ په خپل ټول عمر کې دا ډول بریاوې نه وې تجربه کړې، لکه په دا وروستیو کلونو کې یې چې تجربه کوي. له ۱۴۰۱ لمزیز کال راوروسته د ورزش لمنه د افغانستان ګوټ ګوټ ته وغوړېده. له یادې نېټې وړاندې د جګړو، تعصبونو او نورو بدبختیو په سبب د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ملي، رقابتي، ټاکنیزې او دوستانه لوبې نه ترسره کېدې؛ خو د ورزش د ادارې د ارقامو له مخې، اوسمهال هر کال له ۴- ۵ زرو پورې بېلابېلې لوبې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پر لاره اچول کیږي. اوسمهال د افغانستان په نږدې هره ولسوالۍ او کلي کې د ورزش د بېلابېلو څانګو فدراسیونونه او لوبډلې شته او ځوانانو یې پر دې سالمې بوختیا مصروف ساتلي دي. د هیواد د ورزش اداره په افغانستان کې د ورزش د پراختیا ستر سبب په هیواد کې سرتاسري امنیت بولي او په وینا یې چې اوسمهال هېچېرې لوبغاړي د وېرې احساس نه کوي او په ډاډمنه فضا کې خپل ورزش ته ادامه ورکوي.

د  المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولینو ژمنه کړې چې د هېواد د یوې دولتي  ادارې په توګه دنده او مسوليت لري، چې د اسلام د مبارک دين او افغاني دود او کلتور له لارښونو سره سم د هېواد د ورزش ټولو څانګو ته پرمختګ ورکړي. ورزشکارانو ته په کور دننه د ورزش زمینه مساعده کړي او هم ورته په بهرنيو سياليو کې د ګډون کولو فرصتونه رامنځته کړي. د ورزشکارانو اړتياوې او ضرورتونه درک کړي او هڅه یې کړې، چې يادو اړتياوو ته رسيدګي وشي. د ورزشي ادارو د لاسته راوړنو د تشرېح په پرورګرام کې تېرکال د ورزش ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق ویلي و، «د دې ادارې دنده ده، چې  د هيواد د ټولو افرادو لپاره په ځانګړي ډول د ماشومانو، زړو او معلولينو لپاره د ورزش مناسبه زمينه رامنځته کړي، ورزشکاران د‌ جسمي روزنې ترڅنګ معنوي هم وروزي، هغوی د اسلام د مبين دين او افغاني کلتور پابندي ته وهڅوي. د ټولنې وګړي ورزش ته تشويق کړي او هم په مختلفو برخو کې د ورزشکارانو حمايت او همکاري وکړي. همدا ډول له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او د ولسونو ترمنځ د اړيکو پيدا کول او له نړيوالو سره د ورزشي اړيکو پياوړتيا هم د دې ادارې په دندو کې شامل دي. د هېواد د ورزش د ادارې دا مسوليت هم دی، چې د هيواد دوديزو او محلي ورزشونو ته وده ورکړي او پرېنږدي،چې ياد ورزشونه د نه پاملرنې له وجې ومري. د ورزش اداره د غوره ورزشي استعدادونو د موندنې، د ورزشي لوبډلو د تشکيل او د بهرنيو سياليو لپاره د هغوی د بشپړ چمتو کولو دنده هم پر غاړه لري.»

 د هېواد د ورزش ادارې په بېلابېلو لوبو کې ښه ځلېدلي دي. دې ادارې نه یوازې نړیوالو لوبو ته پام اړولی، بلکې هڅه کوي چې دودیزې او فوکلوریکې لوبې هم له، له منځه تلو وساتي. د افغانستان د ورزش ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې دودیزې لوبې له متروکېدو ژغورلي او په یاده برخه کې اوسمهال یو فدراسیون هم کار کوي. همدارنګه افغان لوبغاړي هرکال په لسګونو بهرنیو لیګونو کې لوبیږي او له ډکو منګولو سره هېواد ته راستنیږي. د هېواد دننه هم هره ورځ مناسبتي، تشویقي او رسمي سیالي برابریږي چې له منځه یې وخت ناوخته نوي استعدادونه راټوکیږي. همداشان هرکال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فوټبال، والیبال، فوټسال، وزلوبې، خوسي، ووشو، تکواندو او نورو ورزشونو ملي لیګونه پر لار اچول کیږي.

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند الله محمد اتل مشواڼي ورزش ته د یادې ادارې د ژمنتیا په تړاو وویل، « د بدني روزنې او ورزش ادارې  پاليسي پر درېیو عمده ټکو راڅرخيږي، زموږ اول هدف د هېواد دننه د ورزش پياوړي کول، ټولشموله کول او د هېواد ګوټ- ګوټ ته رسول دي، چې له ښه مرغه په دې برخه کې بريالي شوي هم يو، په دويم قدم کې د ورزش ادارې لپاره داخلي لوبې، سيالۍ او امکانات يې لومړيتوب لري. موږ کوشش کړی، چې د هېواد ټولو ورزشونو ته بشپړه پاملرنه وکړو او د فعاليت زمينه ورته مساعده کړو، په ځانګړي ډول هغو ورزشونو ته ‌خاص پام وکړو، چې پخوا ورته کار نه و شوی، همدا ډول د ټولو فدراسيونونو ملي انتخابي لوبډلې په پوره شفافيت سره انتخاب شي. درېيمه موضوع چې د ورزش ادارې لپاره اهميت لري، هغه بهرنۍ ورزشي اړيکې او ورزشي سيالیو کې د لوبډلو او لوبغاړو ګډون دی، چې موږ دې برخې ته پاملرنه کړې ده، په پرلپسې ډول له نړيوالې المپيک کمېټې سره په اړيکه کې يوو او جلسې ترسره شوې دي او هم د ورزشي اړيکو د پراختيا په خاطر بهرنيو هيوادونو ته سفرونه شوي دي.»

د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د فوټسال ملي لوبډله لومړۍ لوبډله چې نړیوال جامونو ته لاره پیدا کوي. همداشان شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فوټسال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې وکولای شول چې د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې د اتلولۍ جام ترلاسه کړي. پر فوټسال سربېره د والیبال ملي لوبډله هم د اسیا په کچه خورا ښه ځلېدلې ده. اوسمهال د هرې برخې ورزشکاران له نړیوالو ډګرونو ډکې منګولې راستنیږي. د کرکټ ملي لوبډلې هم په خپل تاریخ کې په لومړي ځل وکولای شول چې آن تر نیمه پایلوبې پورې ځانونه ورسوي. همداشان د افغانستان الف کرکټ لوبډلې هم وکولای شول چې په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د ایمرجېنګ سیالیو اتلولي ترلاسه کړي.

د ورزش د برخې د کارپوهانو او ورزشي ژورنالیستالو له قوله، د ورزش په برخه کې وروستۍ بریاوې د عالي مدیریت، نه‌فساد او یادې برخې ته د اخلاص په برکت دي. د ورزش ادارې د مسوولینو له قراره، نړیوالو او سیمه ییزو لوبو ته ورزشکاران له یوې رڼې پروسې څخه ټاکل کیږي او په یاده برخه کې هېڅ ډول درغلي ته ځای نشته. څو ورځې وړاندې د زید صالحي په نوم ورزشکار په لوبډله کې د نه‌انتخاب په وجه اعتراض کړی و چې سمدلاسه د ورزش ادارې د مسؤلینو له لوري راغوښتل شوی و، ملاحظې یې واورېدل شوې او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

په ټوله کې ویلی شو چې د افغانستان ورزش نن سبا له یوې طلایي دورې څخه تېریږي او په باور سره ویلای شو چې تاریخ به د افغانستان د ورزش د پرمختګ دا پړاو له یاده ونه باسي. د ورزش پراختیا به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اتصال پوله لا سره نږدې کړي او همدارنګه به د ګران هېواد ځوانانو د نشه یي توکو او نورو ناوړه بوختیاوو پر ځای پر سالمې بوختیا خپله انرژي لګولي وي.

اړوند خبرونه