افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی چې د دې ټولنې له لوري د پکتیکا په «ګومل» ولسوالۍ کې له ۳۰۰ بېسرپرسته مېرمنو سره نغدي مرسته شوې ده.
د سرې میاشتې په اېکس لیکل شوي چې د خوارځواکۍ له امله دې ځپلشویو ۳۰۰ مېرمنو سره په څلورم پړاو کې درې میلیون افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
سرچینې لیکلي چې له یادو کورنیو سره به راتلونکې میاشت کې هم ورته مرسته شي، او په دې سره به یې د خوارځواکۍ کچه او اقتصادي ستونزې تر یوې اندازې را کمې شي.
افغاني سرې میاشتې دا هم لیکلي چې په دې ۳۰۰ مېرمنو کې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

