ډېر لوستل شوي

د کاتولیک عیسایانو پاپ د فلسطین له خپلواک دولت ملاتړ اعلان کړ

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ لېو ویلي، چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د کلونو اختلاف او شخړو یوازینۍ حل لاره د فلسطین د خپلواک دولت جوړول دي. پاپ لېو له ترکیې څخه لبنان ته د سفر پرمهال په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې واتیکان له کلونو راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کړی دی. هغه ویلي، «ټولو ته معلومه ده چې اسرائیل اوسمهال دغه حل نه‌مني، خو زموږ په نظر دا یوازینۍ لار ده. موږ له اسرائیلو هم دوستانه اړیکې لرو او غواړو د منځګړي په توګه د خبرو یو غږ واوسو؛ هغه غږ چې ښايي دواړو خواو سره مرسته وکړي، تر څو یوه عادلانه حل ته ورسېږي.»
پاپ، دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، یو ځل بیا د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو مخالفت څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه