د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له دې ولایت څخه څه باندې ۱۹ میلیونه او ۹۷۱ کیلوګرامه وچه مېوه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.
د سرچينې په وينا، د دغو صادراتو مالي ارزښت شاوخوا ۵۷ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي چې د تېرو درېيو کلونو د همدې مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، د هرات وچې مېوې اترېش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، المان، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
چارواکي وايي، د پروسس کارخونو فعالېدو، د صادراتو د لارې اسانتیاوو او نړیوالو بازارونو ته د افغان محصولاتو په لاسرسي کې د ښه والي له امله د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

