پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په نوکونډي سیمه کې د «اېفسي» ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، لومړی د مرکز په دروازه کې یو برید ترسره شوی او ورسره شپږ نور وسلهوال د مرکز دننه داخل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې یوازې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۹مه) په کویټه او ډېره مراد جمالي کې اووه چاودنې شوې وې چې ډېری یې د پاکستاني پوځيانو پر ضد ترسره شوي دي.
تر دې دمه د پاکستاني حکومت یا امنیتي ادارو له لوري د پېښې اړه رسمي جزيیات نه دي خپاره شوي.

