د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، په دغه ولایت کې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د املوکو بڼونه جوړ شوي چې سږ کال ښایي ۴۰۰ ټنه حاصل ورکړي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل ویلي، کندهار کې د املوکو ونو ښه نتیجه ورکړې او دې ولایت کې ښه حاصلات ورکوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي، «کندهار کې املوکو ښه نتیجه ورکړې او د کندهار له هوا سره يې ښه توافق کړی، اوس موږ کندهار کې پر ۶۰ هکتاره ځمکه د املوک باغونه لرو او لا نور هم د پراختیا په حال کې دي، سږ کال د اټکل له مخې له دې باغونو څخه ۴ سوه ټنه املوک تر لاسه کېږي.» د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، د املوکو باغونه د کندهار په پنجوايي، ارغنداب، ژېړۍ او ځینو نورو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
کندهار کې د املوکو پلورونکي ویلي، مخکې له پاکستان څخه املوک راوړل کېدل چې بیه يې ډېره لوړه وه خو اوسمهال یو کیلوګرام د کندهار املوک په بازار کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي او کیفیت یې هم تر نورو املوکو ښه دی.

