د بلوچستان د کویټې ښار د سورنج په سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان د پرېوتو له امله دوه کان کېندونکي مړه شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، چې د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته یاد کان د موقت وخت لپاره تړل شوی او د علت معلومولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
د بلوچستان د کانونو څارونکي رفیعالله د پېښې د تائيد تر څنګ ویلي، چې کارکوونکي د پېښې پر مهال د کان دننه وو او ناڅاپه ځمکه پرې ښویېدلې ده.
چارواکي وايي، د کانونو د خوندیتوب په برخه کې د څارنې بهیر لا پسې سختوي.

