ډېر لوستل شوي

خوست کې پر يو قاتل د «قصاص» الهي حکم تطبيق شو

سترې محکمې د خوست ولايت په ورزشي سټېډيوم کې پر يو تن قاتل د «قصاص» الهي حکم له تطبيق خبر ورکړی دی.

ياده محکمه وايي چې دا موضوع د سترې محکمې اړوند د درې ګونو (ابتدايه، مرافعه او تميز) محکمو له لوري په ډېر دقيقه توګه څېړل شوې او له هغې وروسته پرې د قصاص الهي حکم د تطبيق پرېکړه شوې ده.

ياد کس د خوست علیشېرو «بوخانه» سیمه کې د تېر ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۹مه د یوې کورنۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ تنه غړي یوځای په ډلییزه توګه شهيدان کړي وو. دا حکم د خوست ولايت د محکمي د مسوولينو، علماوو، چارواکو او عامو وګړو په شتون کې پرې تطبيق شوی دی.

اړوند خبرونه