ډېر لوستل شوي

افغانستان د بهرنیو لوبډلو کوربه؛ د اوزبيکستان د «بډمنټون» څلور لوبغاړي کابل ته رسېدلي

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس ملا احمدالله وثیق وايي چې افغانستان د نړیوالو ورزشي سیالیو کوربه‌توب ته چمتو دی او افغانستان د ۲۰۲۵م کال د اوپن بډمنټون ټورنمنټ لپاره د اوزبيکستان څلور لوبغاړي کابل ته رسېدلي دي.
ښاغلي وثيق پر خپله اېکس‌پاڼه زياته کړې، دغه سیالۍ به د روانې لېندۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه په کابل کې پیل شي او د ۱۹مې نېټې تر وروستیو به دوام وکړي. په ټورنمنټ کې به افغان، ایراني، اوزبيکستاني او سوریايي لوبغاړي برخه اخلي.
ملا احمدالله وثیق ویلي چې افغانستان د ورزشي ډګرونو د نړیوالو سیالیو د کوربه‌توب لپاره بشپړ هوډ لري او د بهرنیو لوبغاړو راتګ د هېواد په ورزشي باور او نړیوال تعامل کې مثبت ګام دی.

اړوند خبرونه