ډېر لوستل شوي

ترکیه کې مېشت افغانانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته‌کېدو ټینګار شوی

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي نن د ترکیې لپاره د اسلامي امارت له سفیر، شیخ صنیع الله فرهمند سره کتلي دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

سرچینې د شیخ صنیع الله فرهمند له قوله ویلي چې په ترکیه کې د افغان سفارت مسوولین په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي، او هلته د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې د اسانتیا رامنځته‌کولو په ګډون مېشت افغانانو ته د خدماتو برابرولو هڅې روانې دي.  بلخوا مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د افغان سفارت له لوري هلته د افغان سوداګرو او نورو هیوادوالو د ستونزو پر حل په ټینګار کړی او په وینا یې چې په سوداګریزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره دې لا هڅې وشي.

اړوند خبرونه