د کابل په جامعة الاسلامیة سیف الجهاد مدرسه کې د هېواد د پنځلسو مدرسو د طالب العلمانو ترمنځ د «حسن قرائت او تقریر» سیالۍ ترسره او مخکښ ګډونوال ستایل شوي.
د اميد راډيو خبريال چې دې مراسمو ته د خبري پوښښ لپاره ورغلی وايي، په غونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري او د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر هم ګډون کړی او د ګډونوالو هڅې یې ستایلې دي.
د لوړو زده کړو وزیر دا ډول سیالۍ د ځوانانو د علم او پوهې د لوړوالي لپاره مهمې بللې او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر وړانديز کړی چې دا ډول سیالۍ باید د هېواد ټولو مدرسو او ښوونیزو مرکزونو ته وغځول شي، څو د ځوانان زدهکړو د پرمختګ سبب وګرځي.
ګډونوالو هم د دې پروګرام ارزښت ستايلی او ویلي یې دي چې په دې ډول سیالیو کې ګډون د زده کړو د ودې لپاره اړین دی. د ويلو ده چې د سیالیو موخه د ځوانانو استعداد ته وده ورکول او هغوی د دیني زدهکړو په مهمو برخو کې هڅول بلل شوي دي.

