ډېر لوستل شوي

اندونيزيا کې د ځمکې ښوېدو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي

د اندونیزیا په «آچه» ولایت کې د توپان، سېلابونو او ځمکې ښوېدو له امله تر۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

روېټرز د ځايي چارواکو په حواله ويلي، په ياد ولایت کې د سخت توپان له امله سخت بارانونه شوي او د همدغو ورښتونو په پایله کې پراخ سېلابونه او ځمکې ښوېدنې رامنځته شوې.

په دې راپور کې راغلي، د طبیعي پېښې له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي او ګڼ کسان بې ځایه شوي دي. د ژغورنې ډلو د مړو د موندلو او د لادرکو کسانو د لټون هڅې روانې کړې، خو د ناسم وضعيت له امله دغه ډله له ستونزو سره مخ شوې ده.

اړوند خبرونه