ټاکل شوې چې نن به په واشنګتن کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د امريکا، کاناډا او مکسيکو په کوربهتوب د ۲۰۲۶ ميلادي کال نړیوال جام د لوبډلو ګروپونه رسمي مشخص شي.
د راپورونو له مخې، د واشنګتن په نننیو مراسمو کې به د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره ګلاودیو شینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني هم ګډون وکړي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال د جون په ۱۱مه پیل شي او د جولای په ۱۹مه به د پایلوبې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېږي.
دا د تاریخ لومړی ځل دی چې نړیوال جام د درې هېوادونو په ګډ کوربهتوب ترسره کېږي. دا په داسې مهال ده، تر اوسه ۴۲ لوبډلې بریالۍ شوې چې دې نړیوال جام ته لار ومومي، او پاتې ۶ ټیمونه به د مارچ میاشتې په غوراوي سیالیو کې معلوم شي.

