ډېر لوستل شوي

“د افغانستان او ترکیې اړیکې د اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي”

د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې، قاري حمید الله تمکین د ترکیې د پارلماني چارو کمېسیون رییس او د یاد هېواد د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال «سلیمان سویلو» سره کتلي دي.  

اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د دې کتنې پرمهال دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي، علمي او دیني اړیکو د پر پراختیا خبرې شوې دي. 

په خبرپاڼه کې د سلیمان سویلو له قوله راغلي چې د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ اړیکې د لوړو اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي. 

بلخوا قاري حمیدالله تمکین په بېلابېلو برخو کې له افغانانو څخه د ترکیې ملاتړ ستایلی او په وینا یې چې د علمي او کلتوري اړیکو پیاوړتیا د ملتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ لپاره لار هوارولی شي.  نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه‌اړخیزې همکارۍ به په راتلونکي کې نورې هم پراخه شي.

اړوند خبرونه