ډېر لوستل شوي

د افغانستان لوړو زده کړو وزیر ایران ته په رسمي سفر لاړ

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي خبر ورکړی، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ پلاوی د علمي اړیکو پراختیا په موخه ایران ته په رسمي سفر روان شوی.

ښاغلي هاشمي ویلي، چې یاد لوړ رتبه پلاوی به د علمي اړیکو پراختیا، متقابلو تجروبو شریکولو او علمي همکاریو راجلبولو په موخه د ایران هېواد له مسوولینو سره د خبرو تر څنګ، د دغه هېواد مختلفو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو د علمي اړیکو پراختیا او دې برخه کې د همکاریو جلب لپاره ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي.

اړوند خبرونه