د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ په غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع د شیخ عبدالرحمن منیر له قوله لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق صفر ته نږدې شوي او په دې برخه کې یې له غړو هېوادونو څخه د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین همداراز ویلي چې هېوادونه باید له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي تر څو افغانستان په بشپړه توګه له دې پدیدې څخه پاک شي. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

